کندز؛ مرکز کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۴ - ۹:۱۹
کندز؛ مرکز کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند په سپین زر ورزشي لوبغالی کې د ٨٠ پهلوانانو ترمنځ سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې ٤٠ پهلوانانو بریاوې خپلې کړې او په پای کې د ياد ولايت د ورزش ریاست له لوري چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

يادې سیالې د ورزش کارانو او ورزش مینوالو لپاره د سالمې تفریح برابرولو په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٢ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۹
Background image

پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د هندوستان له شارژدافیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، کابل کې د هندوستان هېواد شارژدافیر یتین پټیل سره وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه. . .

BACK TO NEWS