کتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۴:۴۸
کتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د نوې سرې کلا او سرې کلا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. سرې کلا لوبډلې د ټاس په ګټلو لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو اووه اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۷۰ منډو هدف وټاکه. نوې سرې کلا لوبډلې یاد هدف د خپلو درېیوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ترلاسه کړ او لومړۍ لوبه یې د اووه ویکټو په توپیر وګټله.

یادې سیالۍ له نشه يي توکو څخه د ځوانانو د ساتلو په موخه پیل شوي دي، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS