کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په همکارۍ د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو په موخه د واليبال سيالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د ښاروالۍ او قلعه ذال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ښاروالۍ لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۰/۲۴ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
