ننگرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د ورزشکارانو هڅولو او يووالي په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د فريد ب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د فريد ب او حرکت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، فريد ب لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې حرکت لوبډلې يواځې ۱۱۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۶۰ منډو په توپير وبايلله.
دغه سیالۍ چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.
