پکتيکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۹:۱۱
پکتيکا؛ په برمل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د برمل ولسوالۍ په باډر سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ په لبرې پرتو سيمو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د نار زلمي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د نار زلمي او رضوان افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، رضوان افغان لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۱۸ منډو هدف کېښود، په مقابل نار زلمي لوبډلې ياد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو ۱۵ ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS