ننگرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د نجیب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې نجيب لوبډلې سيالې طيب رودوال لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دغه سیالۍ چې لس ورځې يې دوام وکړ، په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول.
