ننګرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۹:۴۸
ننګرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د ۶۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د باسول شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د باسول شاهین او هزارناو ایګل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د باسول شاهین لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۰۸ منډو هدف وټاکه. هزارناو لوبډلې د هدف په تعقیب کې ۱۰۱ منډې وکړې او سیالۍ یې د شپږو منډو په توپیر وبایلله.

یادو سیالیو چې ۲۵ ورځې دوام وکړ په پای کې یې اتلې لوبډلې ته لومړی درجه کپ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۱۱
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د اوو ولایتونو ترمنځ د فول کانتاکت سبک سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې له ۷ ولایتونو د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د فول کانټاکټ سبک آزادې سیالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې له کابل،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۹
Background image

سمنگان کې د پنځو ولايتونو کورشکارانو ترمنځ د کورش دوستانه سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د سمنګان په کوربتوب د بلخ، جوزجان، کندز، سرپل، او سمنګان ولايتونو د ۶۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۶
Background image

ننگرهار؛ گوشتې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ د ياد ولايت په گوشتې ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د نويو استعدادونو موندلو په موخه د ټېپ بال کرېکټ اختريزې سيالۍ د صادق سټار لوبډلې. . .

BACK TO NEWS