د افغانستان د فوټبال شل کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا مرکزي اتلولۍ سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه قرقیزستان هېواد ته وبایلله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۹:۳۴
د افغانستان د فوټبال شل کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسیا مرکزي اتلولۍ سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه قرقیزستان هېواد ته وبایلله

د قرقیزستان د جلال اباد ښار په ورزشي لوبغالي کې د اسیا مرکزي اتلولۍ دویم پړاو سیالیو کې د افغانستان د فوټبال شل کلنو کم عمره ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د ۴/۰ ګولونو په توپیر سیالې قرقیزستانۍ فوټبال ملي لوبډلې ته وبایلله.

د اسیا مرکزي اتلولۍ دویم پړاو سیالیو کې افغانستان، ایران، قرقیزستان، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان هېوادونو په دوه ګروپونو کې ګډون لري، چې د هر ګروپ لومړۍ لوبډله به وروستي پړاو ته لار پیداکړي، د ګروپ دویم مقام لوبډلې به درېیم مقام لپاره اود ګروپ درېیم مقام لوبډلې به د پینځم مقام لپاره هم سیالۍ کوي.

په A ګروپ کې د افغانستان سره قرقیزستان او تاجکستان هېوادونه دي.

د اسیا مرکزي اتلولۍ دویم پړاو سیالۍ، چې تېرې جمعې په ورځ د چنګاښ میاشتې په ۱۵ نېټه د قرقیزستان د جلال اباد ښار په ورزشي لوبغالي کې پیل شوې د چنګاښ میاشتې تر ۲۲ نېټې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS