پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز ښرنې ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د ملایانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ملایانو او دلو کلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې دلو لوبډلې په ټاکل شویو اووه اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۶۱ منډو هدف وټاکه. ملایانو لوبډلې یاد هدف د لوبې په څلورم اور کې ترلاسه کړ او د ۷ ویکټو په توپیر یې اتلولي وګټله.
د سیالیو په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر سایکېل او ځینې نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
