کابل کې د ٧٤ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۰:۴۴
کابل کې د ٧٤ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست په همغږي او د جمناستیک ملي فدراسیون له لوري د ياد ریاست په پنځه سوه کسیز ورزشي جمنازیوم کې د ٧٤ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې.

يادې سیالۍ د تنکيو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په عمري کټګوري کې ترسره شوې چې د تنکیو ځوانانو له کټګوري څخه شهیر، د نویو ځوانانو له کټګوري څخه احمد، د ځوانانو له کټګوري څخه حیدر او د لویانو له کټګوري څخه باسط د سرو زرو، یاسر، نعمت، اعجاز او سبحان الله د سپينو زرو او رحیم الله، سهراب، مصطفی او احمد سجاد په ترتیب سره د برنزو مډالونه وګټل.

د یادو سیالیو د نندارې لپاره د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د سياليو د برابرولو آمر عزیز الرحمن ملنګ، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي بریال عطايي او د ورزش ګڼ مینوال راغلي وو.

دغه سيالۍ چې د نېکمرغه لوی اختر د نمانځلو په مناسبت ترسره شوې، په پای کې یې لومړي، دویم او درېیم مقام ګټونکو لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS