کابل؛ د دوو بهرنیو سیلانیانو لپاره د ښه راغلاست غونډه وشوه

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۳ - ۱۰:۱۴
کابل؛ د دوو بهرنیو سیلانیانو لپاره د ښه راغلاست غونډه وشوه

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست او المپیک ملي کميټې له آلمان او اېټالیا څخه د دوو راغلیو بهرنیو سیلانیانو د ښه راغلاست لپاره غونډه ترسره کړه.

په دغو سیلانیانو کې یو تن افغاني الاصله آلمانی عبدالله میا زاده او یو تن ایټالیوی جاني فرینانټا دی چې په موټر سایکل باندې په ٢٢ ورځو کې د قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او... هېوادونو له لارې افغانستان ته راغلي دي.

دوی له دغه سفر څخه خوښ دي او وايي چې تر کابل پورې پرته له کومې ستونزې را رسېدلي دي. دوی د افغانستان له امنیتي ځواکونو او ټولو خلکو څخه مننه کوي چې له دوی سره یې هر ډول مرسته کړې ده او د افغانستان په هره سیمه کې یې تود هرکلی شوی دی.

د ښه راغلاست په دغو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د المپیک ملي کميټې اجرائیوي رئیس داد محمد پاینده اختري، د وزلوبې فدراسیون رئیس غلام سرور جلال او د المپیک، بدني روزنې او ورزش د نشراتو رئیس او ویاند اتل مشواڼي ، د موټریایکل ځغلونې او پارکور فدراسیون رئیسانو او ورزشکارانو ګډون کړی و.

له هېواده بهر راغلیو سیلانیانو د هېواد د ورزش ادارې له مسؤولانو څخه مننه وکړه، چې د دوی لپاره يې غونډه ترسره کړه او همداراز یې له نړۍوالو وغوښتل، چې د افغانستان له ورزش سره هر اړخیزه مرسته وکړي او په ورزشي ډګرونو کې د دوی لاسنیوی وکړي.

د غونډې په جریان کې د موټرسایکل ځغلونې او پارکور په زړه پورې نمایشات ترسره شول او هم دواړو سیلانیانو ته افتخاري مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۳:۲۶
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې اورزش رياست په همغږۍ، د رزمي لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو کیک جیتسو سبک سيالۍ وشوې.

. . .

BACK TO NEWS