کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٦٠ جوړو پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۰ - ۹:۴۹
کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٦٠ جوړو پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په قره قوتلمه کلي کې د ٦٠ جوړو (١٢٠) پهلوانانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د کندز ولایت د کورش فدراسیون استازي محمد انور انورجي، له کابل څخه د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست تللي پلاوي، قومي مشرانو، سپین ږیرو او د ورزش ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.

د سياليو په پای کې ګټونکو لوبغاړو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې او همداراز پهلوان حبيب الله د امام صاحب ولسوالۍ د کورش استازی وټاکل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۳۱
Background image

کابل؛ د سامبو کورش دوه افغان لوبڅاران به د اسیا المپيکي سياليو کې د لوبڅارۍ په موخه جاپان ته ولاړ شي

د سامبو کورش دوه ملي او نړيوال لوبڅاران، اسدالله تاجک او صديق الله نعمت به سبا ( چهارشنبه، د تلې لومړۍ) د ۲۰۲۶ اسيا المپيکي سياليو کې د سامبو کورش سياليو د لوبڅارۍ په موخه جاپان هېواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۸
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۱:۲۷
Background image

د ووشو دوه افغان ورزشکارانو د اسیا المپیکي سیالیو کې خپلو اندونیزیایي سیالانو ته ماته ورکړه

د جاپان اویچي ناګویا ۲۰م پړاو د اسیا المپیکي لوبو ووشو برخه کې محمد خالد هوتک په ۷۰ کیلو ګرامه او حمید اشرفي په ۶۵ کیلو ګرامه وزنونو کې خپلې دویمې سیالۍ له اندونیزیایي سیالانو وګټلې او. . .

BACK TO NEWS