کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جمعیت لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۶ - ۸:۱۴
کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جمعیت لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ د جمعیت لېسې په ورزشی لوبغالي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جمعیت لېسې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې د جمعیت لېسې لوبډلې خپلې سیالې عین المجر لوبډلې ته د ۵/۳ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ظرفیت لوړول و.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته ١٠٠٠٠ افغانۍدویمې اتلې لوبډلې ته ٥٠٠٠ افغانۍ نغدي جایزې په ډول ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۵:۲
Background image

ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۵۰ تنو لوبغاړو له لوري د جمناسټیک نمايشات ترسره شول

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د جلال اباد ښار په پنځمې ناحيې ورزشي جمنازيوم کې د ۵۰ تنو لوبغاړو له لوري د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۴:۵۴
Background image

کاپیسا کې د اوو لوبډلو ترمنځ د پوهنې رياست واليبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او پوهنې رياست په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د اوو لوبډلو ترمنځ د کاپيسا منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه د پوهنې رياست واليبال سيالۍ پيل شوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۵۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په امام صاحب کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS