کابل؛ د افغانستان فوټسال زونونو اتلانو دویم پړاو مقدماتي سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۵:۱۲
کابل؛ د افغانستان فوټسال زونونو اتلانو دویم پړاو مقدماتي سیالۍ پیل شوې

د فوټبال ملي فدراسیون فوټسال کمېټې له لوري د یاد فدراسیون په ورزشي جمنازیوم کې د شپږو زونو او اتو لوبډلو ترمنځ د افغانستان فوټسال زونونو اتلانو دویم پړاو مقدماتي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست او فوټبال ملي فدراسیون فني او مسلکي معاون حافظ احمد جان ځدراڼ، د افغانستان د اس.ت.خباراتو عمومي رئیس مولوي محمد الله وثیق، د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، ورزشکارانو او زیات شمېر مینوالو ګډون کړی و.

ښاغلي حافظ احمدجان ځدراڼ په پرانیستغونډه کې مېلمنو او ورزشکارانو ته ښه راغلاست وویلې او زیاته یې کړه : موږ په دوه نیمو کلونو کې د تېرو شلو کلنو په پرتله ښې لاسته راوړنې لرو، چې له هغې جملې څخه د فوټسال ملي لوبډلې نړيوال جام ته لار موندل، په چین هېواد کې وروستۍ لاسته راوړنې، له مرکز څخه ولایتونو ته او له ولایتونو څخه ولسوالیو ته د ورزش رسېدل او د امنیت په فضا کې د ورزشکارانو تګ او راتګ کول دي.

همدارنګه ځدراڼ زیاته کړه: د ا.ا.ا د رهبرۍ له ملاتړ څخه ډېره مننه، چې زموږ تر شا ولاړ دي او موږ د ورزشکارانو هر ډول مرستو ته تیار یو او موږ به تل د دوی تر څنګ ولاړ یو او دوی سره به مرسته کوو.

دغه سیالۍ چې اته ورځې به دوام وکړ په لومړۍ لوبه کې د ورزش افغانستان لوبډلې خپلې سیالې پنجشېر بهارک لوبډلې ته د ۸/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه فوټسال غوره لیګ ته د دوو غوره لوبډلو لاره موندل دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۵:۲
Background image

ننگرهار؛ په جلال اباد ښار کې د ۵۰ تنو لوبغاړو له لوري د جمناسټیک نمايشات ترسره شول

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د جلال اباد ښار په پنځمې ناحيې ورزشي جمنازيوم کې د ۵۰ تنو لوبغاړو له لوري د نويو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو په عمري کټگوريو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۴:۵۴
Background image

کاپیسا کې د اوو لوبډلو ترمنځ د پوهنې رياست واليبال ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د کاپيسا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او پوهنې رياست په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د اوو لوبډلو ترمنځ د کاپيسا منتخبې لوبډلې ټاکلو په موخه د پوهنې رياست واليبال سيالۍ پيل شوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۸:۵۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په امام صاحب کې د ۷۵ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS