بامیان کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د بډمنتون سیالۍ ترسره شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري په یاد ولایت کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د نوي ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمرۍ کټګورۍ کې د بډمنتون سیالۍ ترسره شوې.
په پایله کې د لویو ورزشکارانو له ډلې شفیق الله اکبري لومړی، سجاد ابراهیمي دویم او همایون نوري درېیم مقام ترلاسه کړ او د نويو ځوانانو په کټګورۍ کې اسدالله لومړی، لطف علي دویم او حکیم درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه بډمنتون سیالیو ته وده ورکول او د ځوانانو هڅوول و.
