کابل؛ اټک انرژي او موج ساحل لوبډلو د اتلانو لیګ نننۍ لوبې وګټلې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۱ - ۹:۲
کابل؛ اټک انرژي او موج ساحل لوبډلو د اتلانو لیګ نننۍ لوبې وګټلې

د افغانستان اتلانو لیګ فوټبال سیالیو کې چې له لسو ورځو راهیسې په پلازمېنه کابل کې پیل شوي دي؛ نن هم دوه سیالۍ ترسره شوې چې اټک انرژي او موج ساحل لوبډلو پکې بریاوې ترلاسه کړې.

د نن ورځې لومړۍ لوبه کې اټک انرژي لوبډلې د ابو مسلم فراه لوبډلې ته د 4-0 ګولونو په توپیر او دویمه لوبه کې موج ساحل لوبډلې د عینو مېنې لوبډلې ته د 3-0 ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان اتلانو لیګ کې له مرکز او ولایتونو څخه ۱۲ لوبډلو ګډون کړی دی او هره ورځ پکې دوه سیالۍ ترسره کېږي، چې ټولې ۶۶ سیالۍ به یې ۳۳ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۲۷
Background image

کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د خوسي سیالۍ ترسره شوې

د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت د مرکز محمود راقي اړوند په نثار احمد بهاوي ورزشي کلب کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د خوسي حذفي سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۳۵
Background image

د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله درېیمه سیالي له اندونیزیا سره کوي

د ۲۰۲۵ له ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال اسيا جام سياليو په لړ کې، چې د سعودي عربستان په کوربه‌توب ترسره کېږي، د افغانستان له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله خپله درېیمه سیالي د کابل پر مهال نن شپه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۳۳
Background image

نورستان کې د ټېپ بال کرېکټ لس اوریزه سیالۍ د وانټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په وایګل ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ لس اوریزه سیالۍ د وانټ. . .

BACK TO NEWS