افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام سیالیو ته لار ومونده

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۲:۴۶
افغانستان د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام سیالیو ته لار ومونده

د آسیايي ملتونو فوټسال جام سیالیو په دوام کې افغانستان په خپله وروستۍ لوبه کې قرغیزستان لوبډلې ته د ۵-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادو سیالیو په ګروپي لوبو کې افغانستان له ایران څخه د ۳-۱ ګول په توپیر ماتې وخوړه، بحرین ته یې د ۳-۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او له کوېټ سره یې بیا لوبه ۳-۳ ګولونو مساوي شوه، خو په پلې آف سیالۍ کې یې له تاجکستان څخه د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې وخوړه او په دغې ماتې خوړلو سره له آسیا جام سیالیو څخه هم بهر شوه چې له دې وروسته یې بیا نړۍوال جام ته د لارموندنې په لوبه کې یې عراق ته د ۵-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان په دغې بریا سره د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام سیالیو ته مستقیمه لار ومونده او دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به د فوټسال په نړۍوال جام کې لوبېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS