ټایلنډ؛ د آسیايي ملتونو فوټسال جام سیالیو په لړ کې افغانستان عراق ته ماتې ورکړه

د آسیايي ملتونو فوټسال جام سیالیو په دوام چې د ۱۶ لوبډلو په ګډون د ټایلنډ هېواد پلازمېنه بانکوک ښار کې پیل شوې دي، افغانستان عراق ته د ۵-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.
له دې مخکې افغانستان په ګروپي سیالیو کې له ایران څخه ماتې خوړلې وه، بحرین ته یې ماتې ورکړې وه او له کوېټ سره یې بیا لوبه مساوي پای ته رسېدلې وه.
افغانستان به راتلونکې یکشنبه په پلې آف سیالۍ کې له قرغیزستان لوبډلې سره سیالي ترسره کړي چې په ګټلو سره به یې د ۲۰۲۴ فوټسال نړۍوال جام سیالیو ته هم لار ومومي.
د آسیايي ملتونو د فوټسال جام دغه سیالۍ د روانې اپرېل میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شوي چې د همدغې میاشتې په ۲۸مه نېټه به پای ته ورسېږي.