پکتيا؛ گردېز ښار کې د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۳۰ - ۱۱:۳۷
پکتيا؛ گردېز ښار کې د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز گردېز ښار کې د کابل، غزني، لوگر، خوست، پکتيکا او پکتيا ولايتونو د ۴۳ لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د واليبال سيالۍ حبيب الرحمن لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې حبيب الرحمن لوبډلې سيالې ولي الرحمن لوبډلې ته ۱/۳ ميدان په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا ۲۶ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٢ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۹
Background image

پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د هندوستان له شارژدافیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، کابل کې د هندوستان هېواد شارژدافیر یتین پټیل سره وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه. . .

BACK TO NEWS