غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شاهین سراب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۱:۲۰
غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د شاهین سراب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د جغتو ولسوالۍ له بېلا بېلو کلیو د لسو لوبډلو ترمنځ د کوچني اختر نماځلو په موخه د فوټبال سیالۍ د شاهین سراب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو پایلوبه کې د شاهین سراب لوبډلې خپلې سیالې اتحاد حیدرا لوبډلې ته د ۲/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د کوچني اختر نماځل، ورزش ته د ځوانانو هڅوول او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره لوبډلې ته کپ، مډالونه، جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۲۳
Background image

ننګرهار کې د کنفتوا ۱۶ ورزشکارانو ته د ارتقأ کمربندونه ورکول شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کنفتوا فدراسیون له لوري د یادې ورزشي رشتې ۴۰ تنو څخه

د یادې ورزشي رشتې تخنیکي ازموینه واخیستل شوه، چې په پای کې یې ۸ تنو ته شنه او ۸. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۲۰
Background image

کونړ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د پهلواني فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ آزادې سيالۍ وشوې.

دا سیالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۱۲
Background image

کونړ؛ اسعدآباد ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعدآباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ پيل شو.

د يادو سياليو. . .

BACK TO NEWS