غزني؛ فروشګاه لوبډله د اندړ ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتله شوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۳:۲۰
غزني؛ فروشګاه لوبډله د اندړ ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتله شوه

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت د اندړو ولسوالۍ د کوټه سنګي کلي په ورزشي لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال رمضان جام پیل شوې سیالۍ د فروشګاه لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پای لوبه د اتحاد او فروشګاه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې فروشګاه لوبډلې د ۱/۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

یادې سیالۍ د ورزش‌کارانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې وې چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې د سیالیو د مسؤولانو له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ، نغدي ډالۍ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۵
Background image

ميدان وردگ کې د ۳۰ سوک وهونکو ترمنځ سيالۍ وشوې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز ميدان ښار په طوفان کلب کې د ۳۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې تشويقي سيالۍ وشوې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۳
Background image

افغان ورزشکار محمد قاسمي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې محمد قاسمی په ۴۵ کیلو ګرامه وزن کې له تاجکستاني سیاله په ماته منلو او د هندي سیال په ماتولو د برنزو مډال خپل کړ.

همدا ډول روحید. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له درېیو ولایتونو د ۸۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له ننګرهار، کونړ او. . .

BACK TO NEWS