پروان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ د ارسلان جبل السراج لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۱۲:۵۸
پروان کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ د ارسلان جبل السراج لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز څخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ چې ۲۰ ورځې مخکې پیل شوې وې، د ارسلان جبل السراج لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د ارسلان حبل السراج او صداقت لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې ارسلان جبل السراج لوبډلې د ۵/۹ ګولونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو پایلوبه د روژې مبارکې میاشتې درناوی او د فوټسال لوبې وده ښودل شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې په پای کې د یاد ولایت ورزشي آمریت له لوري اتلې او دویم مقام لوبډلو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ډالۍ کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۲۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات کې د ۲۲ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٢ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۹
Background image

پکتیکا؛ سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د ٢٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزت الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۶
Background image

کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې عمومي رئیس د هندوستان له شارژدافیر سره وکتل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست رئیس مولوي احمدالله وثیق، کابل کې د هندوستان هېواد شارژدافیر یتین پټیل سره وکتل او پر دوه اړخیزو ورزشي اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

په دغه لیدنه. . .

BACK TO NEWS