هلمند: په مرکز لښکرګاه ښار کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۲۱:۱۹
هلمند: په مرکز لښکرګاه ښار کې د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه اړوند نهمه حوزه کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ رمضان جام سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پایلوبه د ابدالي او راشد خان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه ابدالي لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته ۱۵۲ منډې هدف کېښود، بل لوري ته د راشد خان لوبډلې د ياد هدف په‌ مقابل مې ۱۳۵ منډې جوړې کړې او په ۱۷ منډو يې ماتې وخوړه.

هېره دې نه وي دغه سيالۍ د روژې مياشتې په لومړيو کې پيل شوې وې او تر نن شپې پورې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۵
Background image

ميدان وردگ کې د ۳۰ سوک وهونکو ترمنځ سيالۍ وشوې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز ميدان ښار په طوفان کلب کې د ۳۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې تشويقي سيالۍ وشوې.

دا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۳
Background image

افغان ورزشکار محمد قاسمي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې د برونزو مډال وګاټه

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې محمد قاسمی په ۴۵ کیلو ګرامه وزن کې له تاجکستاني سیاله په ماته منلو او د هندي سیال په ماتولو د برنزو مډال خپل کړ.

همدا ډول روحید. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۹:۳۰
Background image

ننګرهار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې له درېیو ولایتونو د ۸۵ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له ننګرهار، کونړ او. . .

BACK TO NEWS