ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د ۶۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د ۶۴ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ د قاري ساجد او روحيد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې قاري ساجد لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۴۶ منډو هدف کېښود، روحید لوبډلې ياد هدف تر لاسه نه کړ او د ۵۶ منډو په توپير يې ماته ومنله.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې سالم رقابت ياد شوی، چې ۲۶ ورځې به دوام وکړي.
