مند؛ بولان لوبډلې د نادعلي ولسوالۍ د فوټبال ژمنيو سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۹:۳۶
مند؛ بولان لوبډلې د نادعلي ولسوالۍ د فوټبال ژمنيو سياليو اتلولي وگټله

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ د بولان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د بولان او مرکزي لېسو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې بولان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د دغو سياليو غوره لوبغاړی او گول وهونکی مېرزا گل او غوره گول ساتونکی بيا عبدالناصر ونومول شو.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او په يادې ولسوالۍ کې د فوټبال لوبې وده ښودل شوی وه، چې شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS