غزني ولایت کې د ۱۶ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د منګور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳۰ - ۱۰:۷
غزني ولایت کې د ۱۶ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د منګور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې څلور ورځې وړاندې پیل شوې وې د منګور لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د منګور او صلح منګور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د منګور لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د منګور کلي د فوټسال ورزش ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅوول و.

د سیالیو په پای کې د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د غوره لوبډلې او غوره لوبغاړو ته مډالونه او جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS