لوګر؛ برکي برک ولسوالۍ د والیبال سیالۍ د تنګي دهنو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د ۳۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي دهنو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ تنګي دهنو ځوانانو او کاپیسا ولایت منتخبې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې د تنګي دهنو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو په پای کې د لوګر ورزش امریت له لوري غوره ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او د برکي برک ولسوالۍ ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.
د دې سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی، د نشه یی توکو په وړاندې مبارزه او د والیبال ورزش ته وده ورکول وو