کونړ؛ نرنګ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شمشاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۵:۴۳
کونړ؛ نرنګ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شمشاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت نرنګ ولسوالۍ اړوند په سپين کاړ کرکټ لوبغالي کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د شمشاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د شمشاد او ډنډونو اتلانو ټېپ بال کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې شمشاد لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره د ۱۰۶ منډو هدف وټاکه په مقابل کې د ډنډونو اتلانو لوبډلې د اووه لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یوازې ۹۰ منډې ترسره کړې او سیالي یې د ۱۵ منډو په توپیر شمشاد لوبډلې ته وبایلله.

هېره دې نه وي دغو سیالیو ته د لوبغاړو هڅوونې په موخه د ورزش مسوولین، ځوانان، مشران او زیات شمېر مینوال راغلي وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS