ننگرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو تر منځ د سوک وهنې سيالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري، د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د سوک وهنې دوستانه سيالۍ ترسره شوې.
په يادو سياليو کې د روداتو او روداتو زمریانو بوکسینگ کلبونو څخه ۴۰ ورزشکارانو گډون کړی و او یوه ورځ یې دوام وکړ.
د یادونې ده چې د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی او ورزش ته د ځوانانو هڅول یاد شوي دي.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره ورزشکاران په نغدي ډالیو او ستاينليکونو وستايل شول.
