زابل؛ قلات کې د یارمل کیک بوکسنګ کلب کې ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه ورکول شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲ - ۹:۵۴
زابل؛ قلات کې د یارمل کیک بوکسنګ کلب کې ورزشکارانو ته د ارتقا کمربندونه ورکول شول

د زابل ولایت مرکز قلات ښار کې د یارمل کیک بوکسنګ کلب کې د ۳۵ تنو ورزشکارانو ته له ازموینې وروسته د کیک بوکسنګ په برخه کي دارتقآ کمربندونه ورکول شول.

په دغو مراسمو کې چې د زابل ورزش امریت مسوولینو، د فدراسیونونو د نماینده ګیو مسوولینو او مینوالو برخه اخیستې وه؛ د غوره ورزشکارانو له لوري نمایشات هم ترسره شول.

هېره دې نه وي د دغو مراسمو په پای کې د ورزش امریت مسوولینو له لوري لوبغاړو ته د ۲۲۵۰۰ زره افغانیو په ارزښت ورزشي وسایل او ستاینلیکونه هم ورکول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS