غزني؛ په ګيلان ولسوالۍ کې د فوټبال خزاني سيالۍ د بلاهیر لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسيدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۴:۷
غزني؛ په ګيلان ولسوالۍ کې د فوټبال خزاني سيالۍ د بلاهیر لوبډلې په اتلولۍ سره پاى ته ورسيدې

دغزني ولايت د بدني‌ روزنې او ورزش امریت په همغږۍ ددې ولایت د ګیلان ولسوالۍ په خاتکو سپورټي لوبغالي کې د فوټبال خزاني سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې د بلاهیر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

ددې لوبلړۍ پایلوبه د بازار اتلان او بلاهیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې یاده سیالي د ۴/۰ په توپیر د بلاهیر لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو دترسره کېدو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د همغږۍ او یووالي زیاتول وو، چې د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته د فوټبال فدراسیون له لوري ستاینلیکونه، مډالونه او نورې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS