فاریاب؛ په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ پنځم پړاو منتخبه سیالۍ ترسره شوې
د فاریاب ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د کېک بوکسېنګ پنځم پړاو ټاکنیزې سیالۍ د خواجه سبز پوش او قیصار ولسوالیو او میمنې ښار د ۳۰ ورزش کارانو ترمنځ د زلمیانو، ځوانانو او ډېر عمر لرونکو ترمنځ ترسره شوې.
د دغو سیالیو د لیدلو لپاره د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر، د ولسوالۍ دولتي مسؤولین، د نورو ورزشي برخو مسؤولین او سلګونه مینوال ورغلي و.
د سیالیو موخه د هېواد د ملي لوبو لپاره د غوره لوبغاړو موندل ښودل شوي دي
