په ننګرهار ولايت کې د "فارما غوره ليک" سيالۍ پېل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۰:۰
په ننګرهار ولايت کې د "فارما غوره ليک" سيالۍ پېل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست په لارښوونې او همغږۍ د دواګانو د شرکتونو ترمنځ سالمې تفریح په موخه د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ په سپین غر لوبغالي کې پیل شوې. د د دې سياليو د پېل په مراسمو کې د ياد ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست آمر، د ځوانانو چارو آمر، د دوا ګانو د اتحاديې مسولينو، ورزشکارانو او د کرکټ مینوالو برخه اخيستې وه.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د پښتونخوا او جنيټيک سټارز لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د لوبې پچه جنيټيک سټارز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۶ منډو هدف وټاکه، پښتونخوا لوبډله د هدف په پوره کېدو کې پاتې راغله، د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۱ منډې جوړې کړې، چې په دې توگه جنيټيک سټارز لوبډلې د ۱۵ منډو په توپير سيالۍ وگټله.

د يادونې وړ ده چې، يادې سيالۍ د لومړي ځل لپاره د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست لخوا تر سره کېږي، چې درې مياشتې به دوام وکړي، چې هره اونۍ به ۴ سيالۍ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۷
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د زيړوک ولسوالۍ په ورژاڼه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د نواز گل ځدراڼ لوبډلې په. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۶
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۳/۲۲ - ۱۵:۱۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۳۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړی لوبه کې مومن خیلو لوبډلې د ٢ پر. . .

BACK TO NEWS