غور؛ په پسابند ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۰ - ۱۰:۹
غور؛ په پسابند ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د غور ولایت بدني روزنې او ورزش امریت او د دې ولايت د والیبال فدراسیون د استازولۍ په مرسته د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۱۵ ورځې مخکې په پسابند ولسوالۍ کې پیل شوې وې د عقابان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د اتفاق، شروقل، کاکری، استقلال، عقابان، نورک، کوغنی ها او خوال لوبډلو څخه پای لوبه د عقابان او اتفاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې عقابان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۳/۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

د یادو سیالیو موخه په دغه ولسوالۍ کې د والیبال ورزش ته وده ورکول دي.

د سیالیو په پای کې د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري لومړي او دوهم نمبر لوبډلو ته کپونه، مډالونه او سیاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS