کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د ټيپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولايت څوکۍ ولسوالۍ په ډنډ قلعه سيمه کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي اتحاد لوبډلې خپله کړه.
د دغو سياليو پايلوبې ته اتحاد او پامير لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه اتحاد لوبډلې ترسره کړه، چې په پايله کې يې سيالې لوبډلې ته په ټاکلو لسو اورونو کې ۱۵۷ منډې هدف کېښود، د لوبې په دویمه پاڼۍ کې پامير لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۵۰ منډې وکړې او په ۷ منډو يې ماتې وخوړه.
د يادونې وړ ده چې يادې سيالۍ د ليګ په شکل ترسره شوې او ۱۸ ورځې يې دوام وکړ.
هېره دې نه وي چې د نوموړو سياليو مالي لګښت د ويښ خصوصي ښوونځي او همدې سيمې د ځوانانو له لوري ورکړل شو.
