بلخ؛ د فوټسال سیالۍ د عظیمي کاروان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې
په مزارشریف کې د فوټسال سیالۍ، چې یوه میاشت وړاندې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، تېره ورځ د عظیمی کاروان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو په وروستیو مراسمو کې د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس م. نور علم بدر د بلخ ولایت د فوټبال فدراسیون رئيس استاد احمدالله واعظزاده په ګډون یو شمېر مينوالو هم برخه اخیستې وه.
د دغو سیالیو پای لوبه د عظیمي کاروان او آینده سازان لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چې عظیمي کاروان لوبډلې ۳/۰ د آینده سازان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
