خوست؛ کابل لوبډلې د تڼیو په ګربز صحرا کې د امن او یووالي ټورنمنټ اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۴:۵۹
خوست؛ کابل لوبډلې د تڼیو په ګربز صحرا کې د امن او یووالي ټورنمنټ اتلولي وګټله

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د والیبال فدراسیون له لوري د تڼیو ولسوالۍ ګربز صحرا سیمې زاهد تړون په میدان کې د امن او یووالي په نوم د والیبال سیالۍ د کابل لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

دغه ټورنمنټ، چې دوه نیمي میاشتې وړاندې د ۶۰ لوبډلو په ګډون پیل شوی و، په پایلوبه کې یې د کابل لوبډلې د ۲-۱ میدانونو په توپیر د خوست شمشي خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په پای کې د دې ټورنمنټ لومړي مقام ګټونکې لوبډلې ته ۴۵زره افغانۍ او د دویم مقام ګټونګې لوبډلې ته ۱۵زره افغانۍ جایزه ورکړل شوه، همدراز دواړو لوبډلو ته کپونه، مډالونه او ډالۍ هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS