په کابل کې د ۲۴۷ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا سیالۍ ترسره شوې
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند بدن ښکلا فدراسیون له لوري د کابل لویدیځ زون په کچه د ۴۳کلبونو ۲۴۷ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا څلورم پړاو خزاني سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ د ۱۲ وزني کټګوریو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې او موخه یې نوموړي ورزش ته وده ورکول او همدارنګه زوني او ملي سیالیو ته د ورزشکارانو چمتووالی و.
هېره دې نه وي، چې د یادو سیالیو په پای کې له مختلفو کلبونو څخه په مختلفو وزنونو کې ورزشکارانو لومړي مقامونه ترلاسه کړل او د یاد فدراسیون د مسوولینو له لوري کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شو.
