نيمروز؛ په مرکز زرنج ښار کې د څلور کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيک بوکسينګ سبک لومړى پړاو سيالۍ ترسره شوې
د نيمروز ولایت د بدني روزنې او ورزش عمومي امريت په مرسته د رزمي ورزشونو فدراسیون له لوري په مرکز زرنج ښار کې د څلور کلبونو ٨٠ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کيک بوکسينګ سبک سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ چې د زرنج ښار قهرمانان ورزشي کلب کې د ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې ترسره شوې د نيمروز د ورزش او د رزمي ورزشونو فدراسیون مسوولينو، دولتي کارکوونکو، روزونکو، ورزشکارانو او د دې رشتې ګڼو مينه والو شتون درلود.
د دې سياليو موخه د ورزش وده او د نيمروز ولايت واکو کيک بوکسينګ سبک ته د غوره څېرو په ګوته کول دي.
په پاى کې روزونکو او غوره ورزشکارانو ته مډالونه، تقدیرنامې او لوح سپاس ورکړل شول.
