د افغانستان د تنکيو ځوانانو تکواندو ملي لوبډله د ورزشي ادارو او هېوادوالو له تود هرکلي سره هېواد ته راستنه شوه.

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۱۰:۱۶
د افغانستان د تنکيو ځوانانو تکواندو ملي لوبډله د ورزشي ادارو او هېوادوالو له تود هرکلي سره هېواد ته راستنه شوه.

 

د افغانستان د تنکيو ځوانانو تکواندو ملي لوبډله د ورزشي ادارو او هېوادوالو له تود هرکلي سره هېواد ته راستنه شوه.
د تنکيو ځوانانو د نارينه و لوبډلې ۳ د سروزرو، ۳ د سپينو زرو او ۲ د برونزو مډالونو په ګټلو سره په ټوله کې د ۳۲ امتيازاتو په ترلاسه کولو د G1 تکواندو سياليو کې چې اردون کې ترسره شوې په ټوله کې ملي لوبغاړو دوېم مقام خپل کړ.
د تکواندو الحسن جام د ۳۷ هېوادونو په ګډون د اردون په شاهي هېواد کې د جولای له ۲۶ نېټې تر ۲۸ ترسره شوې چې د نجونو او هلکانو په بېلابېلو کټه ګوريو کې

د افغانستان د تنکيو ځوانانو تکواندو ملي لوبډله د ورزشي ادارو او هېوادوالو له تود هرکلي سره هېواد ته راستنه شوه.

وشوې.
افغانستان په مجموعي کټه ګورۍ کې د ۳۹ لوبډلو څخه چې ۱۳ يې مډالونه وګټل دوېم مقام خپل کړ او د تنکيو ځوانانو په څانګه کې له ۲۱ څخه ۱۰ ټيمونو مډالونه خپل کړ چې افغان لوبډلې يې لومړی مقام وګټه.
دا په مهمو نړيوالو سيالیو کې د افغان لوبډلې دوېمه اتلولي ده چې د هند په G1 لوبو کې يې د ۱۳ هېوادونو څخه چې ۲۵۰۰ لوبغاړو پکې ګډون درلود لومړی مقام ګټلی و.
د يادولو وړ ده چې تېره اونۍ هم افغان تنکيو ځوانانو د اسيا په ۳۲ هېوادونو کې پنځم مقام ګټلی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۲۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۰:۱۹
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې ۲۵ تنو خپلو. . .

BACK TO NEWS