ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سوپر لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۴:۳۸
ننګرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سوپر لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د په کوټ ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سوپر لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبې ته سټار ایلیون او سدیس سوپرکینګ لوبډلو لار موندلې وه، لومړی توپوهنه سټار ایلیون لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۹ اورونو کې يې د شپږو ویکټو په زیان سیالې لوبډلې ته ۱۰۹ منډې هدف کېښود، بل لوري ته سدیس سوپرکینګ لوبډلې یاد هدف د لوبې په شپږم اور کې د درېیو لوبغاړو په زیان پوره کړ او په اوو ویکټو یې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

هېره دې نه وي چې د یادو سیالیو د پایلوبې مراسمو ته ګڼ مینه وال راغلی وو او غوره لوبډلو ته نغدي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS