شاهین لوبډلې د هلمند ګرمسېر والسوالۍ د والیبال ناک اوټ سیالیو اتلولي وګټله
د والیبال دغه سیالۍ چې د ورزش د هلمند ولایت د ورزش امریت په مرسته دوالیبال فدراسیون استازولۍ له لوري یوه اوونۍ وړاندې په ګرمسېر ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ په ناک اوټ بڼه پیل شوې وې د شاهین لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبې ته د شاهین او هزارجفت الف لوبډلو لار وموندله، چې د شاهین لوبډلې د ۳-۰ میدانونو په توپیر خپل سیال ته ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.
په یادو سیالیو کې شاهین، عمرزي الف، اتحاد، لوی درویشان، هزارجفت الف، عمرزي بي، هزار جفت بي او احسان لوبډلو برخه لرله.
دغه سیالۍ چې په هراز جفت ورزشي میدان کې ترسره شوې موخه یې د ځوانانو ترمنځ اتحاد او پیوستون دی.
