په چین کې د اسیایي سیالیو پر دوام افغان تکواندو کار خپل تاجکستاني سیال ته ماتې ورکړه
په چین هیواد کې د اسیایي سیالیو پر دوام، چې له څو ورځې راپدېخوا پیل شوې دي، افغان تکواندو کار بیژن صدر خپل تاجکستاني سیال ته ماتې ورکړه او له له چینایي سیال څخه یې ماتې وخوړه.
هېره دې نه وي چې په یادو سیالیو کې تردې دمه افغان ورزشکاران ښه ځلېدلي او په مختلفو برخو کې یې بریاوې ترلاسه کړې دي.
