چين؛ په هانګ جو کې د المپيک ملي کمېټې د رهبري او افغان ورزشکارانو ترمنځ لومړنۍ مشورتي ناسته ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۴۶
چين؛ په هانګ جو کې د المپيک ملي کمېټې د رهبري او افغان ورزشکارانو ترمنځ لومړنۍ مشورتي ناسته ترسره شوه

د چين هيواد په کوربتوب په اسيايي سياليو کې د ګډون لپاره د تللیو افغان ورزشکارانو او د ورزش ادارې د رهبري ترمنځ لومړنۍ مشورتي ناسته ترسره شوه. په ياده ناسته کې د المپيک ملي کمېټې اجرائيه رئيس داد محمد پاينده اختري، د ورزش ادارې تللي هيئت او په يادو سياليو کې د ګډون کوونکو ورزشي فدراسيونونو مسولينو ګډون کړی و.

د غونډې پيل د قرانکريم په مبارکو ايتونو سره وشو او ورپسې لومړنۍ وينا داد محمد پاينده اختري وکړه، نوموړي وويل: (( د خوښۍ او رب ته د شکر کولو ځای دی، چې پر ډېرو ستونزو سربېره موږ وتوانېدو، د اسيا په سطحه په سترو ورزشي سياليو کې ګډون وکړو.)) نوموړي په خبرو کې زياته کړه، موږ د يوه وياړلي ملت په استازيتوب دلته راغلي يوو؛ نو له ټولو ورزشکارانو او ګډونوالو څخه په کلکه هيله کوم، چې اسلامي اصول مراعت او افغاني دود و دستور ته بشپړه او جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي اختري همدا راز زياته کړه، چې ټولې لوبډلې او ورزشکاران بايد تر وروستي حده کوشش وکړي، چې مډالونه وګټي؛ ترڅو بېرته هيواد ته له ډکو منګلو سره ستانه شي.

په جلسه کې د کارونو په ښه تنظيم، هماهنګي هم خبرې وشوې او هغه کسان ورزشکارانو ته ور وپېژندل شول، چې د اړيکو او تنظيم مسوليت په غاړه لري، ترڅو د ضرورت په وخت کې ورسره اړيکه ونيول شي.

همداراز په ياده جلسه کې د هيواد د ورزش ادارې وياند او د نشراتو رئيس اتل مشواڼي هم خبرې وکړي، نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، چې ملت او رسنيو ته د يادو لوبو د جزياتو په وخت رسولو کې پوره- پوره کوښښ او همکاري وشي؛ ترڅو هيوادوال په وخت له لاسته راوړنو او تازه جزياتو څخه خبر شي.

د جلسې له ختمېدو او دعا څخه وروسته پر ورزشکارانو د يادو سياليو ورزشي لباسونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS