خوست؛ په اسمعیل خېلو او مرکز کې د یووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۳ - ۱۰:۵۵
خوست؛ په اسمعیل خېلو او مرکز کې د یووالي په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت په دوو سیمو (اسمعیل خېلو، متونو) کې د ټینیس بال کرکټ دوه پړاوه پنځه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د دې سیالیو لومړۍ برخه په اسمعیل خېلو کې د څلورو لوبډلو ترمنځ وه، چې د بهرام خېلو لوبډلې یې پایلوبې ته لاره ومونده او دویمه برخه یې د متون په ګلزار اکا سیمه کې وه، چې د متون پاس پیرانو لوبډلې پایلوبې ته لاره ومونده.

په پایلوبه کې اول توپوهنه پیرانو وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د دریو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یې د بهرام خېلو لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې ترسره کړې او لوبه یې د لسو منډو په توپیر بایلوده.

د دې لوبو مالي لګښت د افغانستان له پاره د ناروې کمېټې پر غاړه وه، چې د COAR موسسې له خوا پلې کېده.

د سیالیو موخه د یووالي رامنځ ته کول او له هېواد څخه بهر ته په غیر قانوني لارو د ځوانانو له تګ څخه مخنیوی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۱۱
Background image

د هرات ايثار لوبډلې د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليگ سياليو اتلولي وګټله

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست سره په همغږۍ د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال ملي کمېټې له لوري د هېواد د ۶ لوبډلو ترمنځ «د افغانستان فوټسال لومړۍ درجې ليګ، لومړی پړاو» چې اته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۲:۳
Background image

افغان ورزشکار روحید ستانکزي د رزمي ورزشونو اسیایي سیالیو کې پرلپسې خپلې دواړه سیالۍ وګټلې

د رزمي ورزشونو له ۱۶ – ۱۸ عمري کټګورۍ اسیایی سیالیو کې روحید ستانکزي په ۶۰ کیلو ګرامه وزن پرلپسې ازبکستاني او قرغیزستاني سیالان مات کړل، چې سبا به پایلوبه له قزاقستاني سیال سره وکړي.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۲۱:۵۷
Background image

کابل کې د زندانيانو دوو لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالي وشوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د ټولشموله ورزشونو امريت او د زندانونو چارو د تنظیم ښه ادارې د ښوونې او بيا روزنې رياست په همغږۍ د يادې ادارې د نشه يي توکو په وړاندې د. . .

BACK TO NEWS