کابل؛ د رزمي ورزشونو واکو کيک بوکسينګ اته ويشتم پړاو سيالۍ ترسره شوې
په کابل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د رزمي ورزشونو واکو کيک بوکسينګ د غوره ورزشکارانو ٢٨ پړاو سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو د پيل په مراسمو کې د رزمي ورزشونو ملي فدراسیون رئیس قاري حيات الله رحماني وویل؛ له زيات وخت وروسته يو ځل بيا د ورزش ادارې تر چتر لاندې د رزمي ورزشونو سيالۍ ترسره کيږي.
ښاغلي رحماني په خپلو خبرو کې وویل، چې د دې فدراسیون ځينې ستونزې حل شوي او پاتې هغه به هم حل شي.
نوموړي زياته کړه؛ چاته به اجازه ورنه کړي، چې د رزمي ورزشونو له فدراسیون سره موازي سيالۍ وکړي؛ بلکې ټولې سيالۍ باید تر واحد چتر لاندې د ورزش ادارې له لوري ترسره شي.
په دغو سياليو د کابل ښار د ١٥ کلبونو په تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې له ٢٤ څخه تر ٧٩ کيلو وزن پورې ٢٦٠ ورزشکارانو برخه لرله.
دغه سیالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ موخه يې د واکو کيک بوکسينګ ملي لوبډلې د غوراوي سياليو ته د غوره ورزشکارانو په ګوته کول دي.
