هلمند؛ د بهرامچې ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي زيبا بلوڅ لوبډلې وګټه
د هلمند ولايت په بهرامچه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سياليو اتلوي د زيبا بلوڅ لوبډلې خپله کړه.
دغه سيالۍ درې اوونۍ وړاندې پيل شوې وې، پايلوبې ته يې زېبا بلوڅ او اريانا لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې زیبا بلوڅ لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱_۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
يادې سیالۍ د بهرامچې ولسوالۍ د فوټبال مسوول محمد پهلوان له لوري پيل شوې وې او موخه یې ورزش ته د ځوانانو هڅوول وو.
هېره دې نه وي چې په پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
