د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له کارکونکو څخه ديني ازموينه واخيستل شوه
د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند په ٥٠٠ کسيز ورزشي جمنازيوم کې د دې رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست له کارکوونکو څخه ديني ازموينه واخيستل شوه.
په همدې موخه په جوړ شويو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، مالي او اداري رئیس عبدالناصر هاشمي، د دعوت ارشاد رئیس مولوي داد محمد بريال عطايي، د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس دادمحمد پاينده اختري، رئیسانو، د دعوت ارشاد عمومي رياست استازو او کارکوونکو شتون درلود.
په پيل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د دعوت او ارشاد رئیس مولوي داد محمد بريال عطايي خبرې وکړې نوموړي وويل؛ له دې ازموينې څخه يې موخه د ورزش ودې او پراختیا ترڅنګ ديني اړخ ته هم د ورزش ادارې د کارکوونکو او مسوولینو متوجه کېدل دي.
ښاغلي عطايي زياته کړه؛ د ادارې د نورو برخو په څېر دوى هم مکلف دي، چې اړوندو ادارو ته د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور ورکړي.
ورپسې د کابل ولايت د دعوت او ارشاد عمومي رياست استازي مولوي احمد جان وينا وکړه، ښاغلي احمد جان د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست کارکوونکو ته په خطاب کې وویل: دا لړۍ د هېواد په ټولو دولتي ادارو کې روانه ده او په ټول ادارو کې په ټاکلي وخت کې کارکوونکو ته ديني درسونه تدريس کيږي.
نوموړي وويل؛ له يادو ازموينو څخه يې موخه پر نورو ورځنيو چارو سربېره د ديني ارشاداتو تعقيبول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان د ا.ا تر بيا واکمنېدو وروسته د هېواد په ټولو دولتي ادارو کې اداري کارکوونکو ته د ديني درسونو لړۍ پيل شوه، ترڅو کارکوونکي له ديني ارزښتونو په هغه ډول، چې لازم دي پوه شي.
