کابل؛ د شپږ لوبډلو ترمنځ تېره ورځ د ويلچر باسکېټبال سيالۍ پيل شوې
د کابل ولايت په کوربتوب د شپږ ولايتونو لغمان، پروان، ميدان وردګ، باميان، کندهار او کابل ب لوبډلو ترمنځ تېره ورځ د زمري په ٢٠ مه نېټه د ويلچر باسکېټبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو پر دوام نن شنبه د زمري په ٢١مه نېټه څلور لوبې وشوې؛ خو د ميدان وردګ او کندهار لوبډلو ترمنځ جالبه لوبه وشوه، چې د ٢٥-٢٠ ګولونو په توپیر کندهار لوبډلې وګټله او په دې سره يې پايلوبې ته لار وموندله، چې له پروان لوبډلې سره به په فاينل کې خپل بخت و ازمايي.
همداراز د ميدان وردګ ولايت لوبډله به سبا دوشنبه د زمري په ٢٢مه نېټه د باميان له لوبډلې سره د درېيم مقام ګټلو لپاره لوبه وکړي.
يادي سيالۍ، چې د سره صليب نړيوالې کمېټې په مالي لګښت د همدې کمېټې په ورزشي جمنازيوم کې دوام لري، موخه يې د ځوانانو ورزشکارانو هڅول او د غوره استعدادونو موندل دي.
