افغانستان د فوټسال په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۰ او په اسیایي درجه بندۍ کې درې درجې پورته ولاړ
د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د آسیا د ملتونو جام په سیالیو کې د دویم مقام په ګټلو سره د فوټسال په نړیواله درجه بندۍ کې ۱۰ او په اسیایي درجه بندۍ کې درې درجې پورته تللې.
د فوټسال د نړیوالې درجه بندۍ د شمېرو له مخې چې نن سه شنبه د زمري په ۱۰ مه خپرې شوې، افغانستان د آسیا په کچه ۱۴ او د نړۍ په کچه په ۶۶ مه درجه کې ځای لري.
تر دې وړاندې افغان ملي لوبډلې په نړۍ واله درجه بندۍ کې ۷۶ او په آسیایي کچه په ۱۷ مه درجه کې وه.
د فوټسال ملي لوبډلې د آسیا د ملتونو په جام(کافا) سیالیو کې د دریو بریاوو، یوې مساوي او یوې بایللې سیالۍ په کولو سره د آسیا د ملتونو جام دویم مقام خپل کړ.
